AP ۱۴۰۳ تله ۲۷ ۱۹:۰۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85631159
T T
۰ Persons

Tags

پاکستان له ۶۵ ورځو تړل کېدو وروسته د افغان – پاک لویه لار بېرته پرانیستله

کابل- ایرنا- پاکستاني رسنیو له ۶۵ ورځو بندېدو وروسته د پاک افغان لویه لار د بیا پرانیستلو خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، پاکستاني رسنیو پنجشنبه د تله ۲۶ مه خبر ورکړ، چې د تورخم په طرف غځېدلې پاک - افغان لویه لار له ۶۵ ورځو تړل کېدو وروسته په بشپړه توګه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

دا لویه لار د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور او پاکستاني مظاهره چیانو تر منځ تر خبرو وروسته پرانیستل شوې ده.

د ایرنا په وینا، د پاک - افغان لویه لار څه باندې دوه میاشتې وړاندې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله د بې ځایه شویو خلکو د اعتراضونو له امله تړل شوې وه.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .